Skip to content

Latest commit

 

History

History
145 lines (92 loc) · 9.86 KB

File metadata and controls

145 lines (92 loc) · 9.86 KB
Open Source Love MIT License Open Source Helpers

لومړی ګډون

د دې پروژې هدف دا دی چې نویو ګډونوالو ته په خلاصو سرچینو پروژو (Open Source Projects) کې د ګډون اسانه طریقه وښيي.
که غواړئ خپله لومړنۍ مرسته وکړئ، لاندې ګامونه تعقیب کړئ.

که د کمانډ لاین (CLI) سره راحت نه یاست،
کولی شئ تصویري لارښود دلته وګورئ

که مو Git انسټال نه وي،
له دې ځایه یې ښکته او نصب کړئ.

دا ذخیره (repository) فورک کړئ

د دې زیرمې فورک کول
  • د دې پاڼې په سر کې د Fork تڼۍ کلیک کړئ.
  • فورک کول به د دې ذخیرې یوه کاپي ستاسو د GitHub اکاونټ ته انتقال کړي.

دا ذخیره (repository) کلون کړئ

د دې زیرمې کلون کول
  • خپل اکاونټ ته لاړ شئ او د فورک شوې ذخیرې لینک د Code تڼۍ څخه کاپي کړئ.

  • ترمینل یا CMD خلاص کړئ او دا کمانډ اجرا کړئ:
git clone https://github.com/YourUsername/first-contributions.git

یادونه: دلته YourUsername باید ستاسو د GitHub اکاونټ نوم وي.

نوې څانګه (branch) جوړ کړئ

  • د first-contribution پروژه په خپل کوډ ایډیټر کې خلاصه کړئ.
  • ترمینل کې دا کمانډ اجرا کړئ ترڅو نوې څانګه جوړه کړئ. ددې لپاره چې زمونږ د بدلونونو لپاره خپله څانګه وي او له نورو سره شریکه نشي. دې څانګې کې به مونږ ایډیټ کوو او بیا به یې له عمومي څانګې سره یوځای کوو.
git switch -c your-branch-name

your-branch-name ستاسو د څانګې نوم دی. کولای شئ چې هر نوم تاسې ټاکلی شئ.

اړین بدلونونه راوړئ او commit کړئ

  • د Contributors.md فایل خلاص کړئ او خپل نوم پکې اضافه کړئ کې).
  • فایل ذخیره کړئ.
د Git حالت
  • ترمینل ته لاړ شئ او دا کمانډ اجرا کړئ ترڅو وګورئ کوم فایلونه مو بدل کړي دي:
git status
  • بدلونونه ذخیره کړئ:
git add Contributors.md
  • اوس مو بدلونونه کمټ Commit کړئ:
git commit -m "message"

د مسیج پر ځای تاسې هر څه لیکلی شئ. بهتره دا ده چې تاسې په دې ځای کې ولیکئ چې کوم بدلونونه مو پروژې کې راوستل.

بدلونونه GitHub ته push کړئ

  • خپل بدلونونه کیټ هب ته پورته کړئ:
git push origin -u your-branch-name

د your-branch-name پر ځای باید تاسې په دقیق ډول سره د خپلې څانګې نوم ورکړئ. هغه نوم چې لږ مخکې مو انتخاب کړی وه.

که چېرې په دې لړ کې د کومې ستونزې سره مخ شوئ دا ځای کېکاږئ

که چېرته ستاسې ستونزه داسي وي.

remote: Support for password authentication was removed on August 13, 2021. Please use a personal access token instead.
remote: Please see https://github.blog/2020-12-15-token-authentication-requirements-for-git-operations/ for more information.
fatal: Authentication failed for 'https://github.com/<your-username>/first-contributions.git/

خپل بدلونونه د بیاکتنې لپاره وسپارئ

  • خپل GitHub اکاونټ کې دې ریپوزیټوري ته لاړ شئ.
  • د Compare & pull request تڼۍ به ووینئ. پر هغې کلیک وکړئ.
create a pull request
  • اوس د pull request غوښتنه وسپارئ.
submit pull request
  • له دې وروسته به ستاسو بدلونه د اصلي یا main څانګې سره یوځای شي او ستاسو نوم به د ګډون کوونکو لیست ته اضافه کړل شي.

له دې وروسته څه وکړئ؟

تاسو په بریالیتوب سره د فورک، کلون، ایډیټ، او pull request مرحلې بشپړې کړې. تاسې له دې نه وروسته کولی شئ چې په خلاص-سرچېنه پروژو کې په همدې طریقه برخه واخلئ.

  • خپل لومړئ ګډون ولمانځئ او له خپلو ملګرو سره یې شریک کړئ.
  • که کومه ستونزه یا پوښتنه لرئ، کولای شئ زموږ د Slack ټیم سره یوځای شئ.
  • اوس کولای شئ په نورو پروژو کې هم ګډون وکړئ. دلته د پروژو لیست وګورئ.

د نورو وسیلو په کارولو سره درسونه

GitHub Desktop Visual Studio 2017 GitKraken VS Code Sourcetree App IntelliJ IDEA
GitHub Desktop Visual Studio 2017 GitKraken Visual Studio Code Atlassian Sourcetree IntelliJ IDEA